په انډونیزیا کې د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان سفارت وايي په دغه هېواد کې د طالبانو د ډلې سفیر سعدالله بلوچ په پلازمینه جاکارتا کې د ترکیې د کلتوري مرکز له خوا په جوړ شوي کلتوري پروګرام کې ګډون کړی او له ځینو بهرنیو ډیپلوماټانو سره یې د دوه اړخیزو اړیکو په اړه خبرې کړي.
د پروګرام په څنډه کې طالب سفیر سعدالله بلوچ په اندونیزیا کې د ترکیې سفیر او په جاکارتا کې میشت یو شمیر نورو سفیرانو او ډیپلوماتانو سره د جلا جلا غونډو په ترڅ کې د دوه اړخیزو اړیکو او همکارۍ د پیاوړتیا او پراختیا په اړه نظرونه تبادله کړي.
اندونیزیا او ترکیه هغه هېوادونه دی، چې د طالبانو اداره تر دې دمه په رسمیت نه پېژني.

