هیله نجیب: د افغانانو له نظره طالبان مشروعیت نه لري

۲ ورځې مخکې

د افغانستان د پخواني ولسمشر نجیب الله لور هیله نجیب د روسیې د ولسمشر پوتین څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي، چې د افغانانو له نظره طالبان مشروعیت نه لري او افغانان حق لري چې خپل برخلیک په خپله وټاکي.

پوتین ویلي و، چې طالبان په افغانستان کې د وضعیت کنټرول په لاس کې لري.

هیله نجیب د طالبانو په اړه د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین څرګندونو ته غبرګون ښودلی او لیکلي یې دي، چې امریکا طالبان واک ته ورسول او اوس روسیه دوی ته بلنه ورکوي.

  • هیله نجیب لیکلی:«یوازې د دې لپاره چې پوتین وایي، یو ناسم کار سمیږي نه، طالبان د افغانانو په نظر مشروعیت نه لري.»

پوتین هند ته له سفر یوه ورځ مخکې په مسکو کې د «انډیا ټوډې» له خبریالانو سره ناسته درلوده او د بېلابېلو موضوعاتو په اړه یې خبرې وکړې، چې افغانستان هم پکې شامل و.

هغه وویل: «طالبان په څرګنده توګه د افغانستان وضعیت په خپل کنټرول کې لري.»

په دې مرکه کې د روسیې ولسمشر د خپلو ځینو چارواکو د څرګندونو برعکس د طالبانو د اړیکو په اړه چې له عربو او د منځنۍ اسیا له ترهګرو ډلو سره یې لري، اندېښنې یوې خوا ته کړې.هغه وویل: «د افغانستان حکومت د ترهګرۍ د مخنیوي او د بېلابېلو ترهګریزو سازمانونو پر وړاندې ډېر اقدامات کړي دي.»

پوتین په داسې حال کې دا څرګندونې کوي، چې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال دیمیتري لیوبینسکي تازه ویلي، چې په افغانستان او منځني ختیځ کې د ترهګرۍ وضعیت د نړۍوالې ټولنې لپاره جدي اندېښنې رامنځته کړي. هغه وویل، چې د نړۍوالو ترهګریزو سازمانونو ګواښونه نه یوازې زیات شوي، بلکې په بدلون هم روان دي.

د یادونې وړ ده، روسیه هغه یوازنۍ هېواد دی، چې طالبان یې په رسمیت پېژندلي دي.

نور خبرونه

رادیو