ننګرهار کې د یوې ټرافیکي پېښې له امله دوه کسان مړه او درې نور ټپیان شوي

۴ ورځې مخکې

په ننکرهار کې د طالبانو د امینه قوماندانۍ رسنیز دفتر ویلي، چې د بهسودو ولسوالۍ اړوند د اخندزادګانو په سیمه کې یو موټر د کرېکټ پر ننداره کوونکو وربرابر شوی، چې له امله یې دوه کسان مړه او درې تنه نور ټپیان شوي دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې یو کرولا ډوله موټر د ډیر سرعت او د سړک د اصولو نه مراعاتولو له امله له سړک څخه اوښتی او د کرېکټ لوبې ننداره کووکو باندې وربرابر شوی دی.

طالبانو ویلي، د پیښې قربانیان یې روغتون ته لېږدولي دي، خو موټر چلوونکی له سیمې تښتېدلی دی.

نور خبرونه

رادیو