د کاتولیکانو مشر څوارلسم پاپ لیو د خپل لومړي بهرني سفر په ترڅ کې ترکیې ته رسېدلی دی. هغه په انقره کې د مصطفی کمال اتاترک له مقبرې څخه لیدنه کړې او وروسته به له ولسمشر رجب طیب اردوغان او نورو لوړپوړو چارواکو سره وګوري.
پاپ د دې سفر موخه د سولې، یووالي او ددینونو ترمنځ همکارۍ ترویج بللی او ویلي یې دي چې د ترکیې او لبنان سفر خلکو ته د ګډ ژوند او د بېلابېلو دینونو ترمنځ د درناوي پیغام ورکوي.
هغه به په استانبول کې له مذهبي مشرانو سره وګوري او د دینونو ترمنځ خبرو اترو او غونډو کې به برخه واخلي. وروسته به لبنان ته سفر وکړي، چې هلته له سیاسي او مذهبي مشرانو سره وګوري او د دغه هېواد د ټولنیز او مذهبي وضعیت په اړه به خبرې وکړي.
پاپ هیله څرګنده کړې چې ټول خلک باید وکولی شي د سولې، یووالي او همغږۍ په ترویج کې خپل رول ولوبوي.

