امریکا پاکستان ته د ناقانونه کډوالۍ او نشهیي توکو د مخنیوي په برخه کې د تخنیکي مرستو وړاندیز کړی دی. دغه څرګندونې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي او د امریکا د سرپرستې سفیرې نټلي بېکر ترمنځ د لیدنې پر مهال شوې دي.
په دغه ناسته کې د دواړو لوریو ترمنځ د نشهیي توکو پر ضد د ګډو اقداماتو، د ناقانونه کډوالۍ د مخنیوي لارو چارو او د استخباراتي معلوماتو د شریکولو د پراخېدو په اړه بحث او موافقه وشوه.
نقوي د امریکا وړاندیز ستایلی او ټینګار یې کړی، چې پاکستان د نشهيي توکو پر وړاندې د «صفر زغم» تګلارې په کلکه پلي کولو ته ژمن دی. د هغه په وینا، په هوايي ډګرونو کې د نشهيي توکو مخنیوی د حکومت لومړیتوب دی او په غېرقانوني کډوالۍ برخه کې د پاکستان تګلاره هم روښانه او ثابت دریځ لري.
دا په داسې حال کې ده، چې په پاکستان کې د افغان کډوالو نیولو او جبري ستنولو عملیات په وروستیو میاشتو کې خورا چټک شوي دي. د پاکستان د پلازمینې اسلام اباد او نورو ښارونو کې پولیس کور په کور د افغانانو د لټون عملیات کوي او په ډېرو سیمو کې د هغوی د کورونو دروازې ماتې شوي.
دې لړۍ د ډېرو افغانانو د ژوند شرایط سخت کړي او د بشري مرستو اړتیا یې زیاته کړې ده.
بلخوا په واشنګټن کې د یوه افغان له خوا د ملي ګارد پر سرتېرو له برید وروسته، د امریکا د ولسمشر د تازه فرمانونو په اساس دغه هېواد ته د افغان پناهغووښتونکو هر ډول د کډوالۍ قضیې ځنډول شوې دي.

