د سوریې لنډ مهالي ولسمشر احمد الشرع د دوحې فورم په ۲۳مه غونډه کې وویل، د سوریې په اوسني دولت کې ټولې ډلې حضور لری او د مذهب او قومیت پر بنسټ د واک وېشنه «لویه تېروتنه» ده. هغه په ډاګه کړه، چې تر راتلونکو څلورو کلونو به ولسمشریزې ټاکنې وشي.
احمد الشرع د شنبې په ورځ (د لیندۍ ۱۵مه) په دوحې فورم کې په ډاګه کړه: «د سوریې په حکومت کې مشارکت له سهمیه بندۍ پرته ترسره کېږي او د اساسي قانون د اعلامیې لهمخې به ولسمشریزې ټاکنې تر راتلونکو څلورو کلونو ترسره شي.»
هغه همداراز وویل، د ولسمشریزو ټاکنو دغه موده د انتقالي پړاو له الزاماتو سره برابره ده او زیاته یې کړه: «موږ په تېرو ۶۰ کلونو کې په انزوا کې ژوند کړی دی.» او په وینا یې: «اوس به د امریکا د بندیزونو په لرې کېدو سره اقتصادي وضعیت ښه شي.»
الشرع همداراز څرګنده کړه، سوریه اوس یو قانونمند هېواد دی او پهکې د ټولو حقونه تضمین شوي او همداراز یې د اسراییل تېریو ته په اشارې په ډاګه کړه: «اسراییل پر سوریې د څه باندې زرو بریدونو او یرغلونو په دوام هڅې کوي په غزه کې د عام وژنې له مسوولیت څخه د تېښتې لاره ومومي.»
د هغه په وینا، نړۍواله ټولنه هم د سوریې له خاورې د اسراییل د شاتګ له غوښتنې هم ملاتړ کوي او زیاته یې کړه، ښه دا ده چې اسراییل د ۱۹۷۴ کال پر توافق ودرېږي، ځکه «دا سوریه ده چې پرې برید کېږي، نه برعکس د دې.»
د سوریې لنډ مهالي ولسمشر همداراز روښانه کړه، چې د واشنګټن په مشارکت خبرې روانې دي، څو د سوریې له خاورې اسراییل شاتګ وکړي.

