د امریکا د سرحدي ګزمې مشر مایکل بنکس اعلان کړی، چې ټول هغه پناهغوښتونکي چې له ناقانونه ننوتلو وروسته نیول شوي، باید پنځه زره ډالره جریمه ورکړي. د بنکس په وینا، دا لګښت پر ټولو هغو کسانو تطبیق کېږي، چې عمر یې له ۱۴ کلونو پورته وي او پرته له قانوني معاینې امریکا ته داخل شوي وي.
مایکل بنکس پر اېکسپاڼې لیکلي: «دا پیغام د ټولو ناقانونه بهرنیانو لپاره دی، پرته له دې چې له کوم ځای څخه امریکا ته ورننوتي، څومره وخت یې دلته تېر کړی، اوس چېرې دي او د هغوی د کډوالۍ قانوني چارې روانې دي او که نه.»
دا خبر وروسته له هغه خپور شو، چې د پنجشنبې په ورځ ۲۱ زره او ۵۰۰ پناهغوښتوونکو د امریکا پر حکومت حقوقي دعوې ثبت کړې. دغه پناهغوښتونکي له ورځنیو ۹۹۸ ډالرو جریمې سره مخ دي، چې د هر کس لپاره دا لګښت تر ۱،۸ میلیونو ډالرو پورې رسېدای شي.
د امریکا د کورني امنیت ادارې په اکټوبر کې ویلي و، هغه پناهغوښتوونکي چې د بشري لنډمهالې ویزې پر اساس امریکا ته داخل شوي او د ویزې د پای ته رسېدو وروسته پاتې دي، هغوی به هم له زر ډالرو جریمې سره مخ شي.
دغه وزارت په دې وروستیو کې د ناقانونه پناهغوښتوونکو د رضاکارانه ستنېدو طرحه هم پیل کړې. د دې طرحې له مخې، ټول غېرقانوني پناهغوښتوونکي کولای شي خپل هېواد ته وړیا الوتنه او د رضاکارانه وتلو په بدل کې زر ډالره انعام ترلاسه کړي.
امریکايي حکومت وړاندې ویلي و، چې د ۲۰۲۵ مالي کال تر دې دمه لږ تر لږه ۲۳۷ زره او ۵۶۵ پناهغوښتوونکي د سرحدي ځواکونو له خوا نیول شوي دي.
تریشیا مکلاکلین چې د کورني امنیت ادارې مرستیاله ده، په اکټوبر کې فاکسنیوز ته ویلي و، چې حکومت «د تاریخي ریکارډونو د ماتولو په درشل کې دی» او احتمال شته چې د روان کال تر پایه د اخراج شویو کسانو شمېر ۶۰۰ زرو ته ورسېږي.
د هغې په وینا، یوازې سږ کال له دوو میلیونو ډېر ناقانونه پناهغوښتوونکي له امریکا وتلي دي، چې ۱،۶ میلیونه یې رضاکارانه بېرته تللي، ۵۱۵ زره اېستل شوي او ۴۸۵ زره لومړی نیول شوي او بیا اېستل شوي دي.
ډونالد ټرمپ له بیا واکمنېدو وروسته د امریکا سوېلي پوله لا پیاوړې کړې، ډېر ځواکونه یې سیمې ته لېږلي او «له نیول کېدو وروسته خوشې کېدو» تګلاره یې ختمه کړې، هغه تګلاره چې له مخې یې پناهغوښتوونکي د خپلو دوسیو تر څېړلو پورې ازاد پاتې کېدل.

