د هند په سوېل لوېدیځ کې په یوه کلپ کې د اور لګېدنې له امله ۲۳ کسان مړه شوي دي

۱۶ ساعتونه مخکې

د ګوا په سوېل لوېدیځ کې په یوه کلي کې د اور لګېدو له امله د درېیو ښځو په ګډون لږ تر لږه ۲۳ کسان مړه شوي دي. پولیسو ویلي، چې د قربانیانو ډېری برخه د کلپ کارکوونکي دي او اورلګېدنه ښايي د شنبې په شپه ناوخته د پخلنځي دننه د ګاز د ډبې د چاودنې له امله رامنځته شوې وي.

هندي رسنیو راپور ورکړی، چې د اور وژنې څو موټر د پېښې ځای ته لېږل شوي او د ژغورنې عملیات لا هم روان دي؛ خو پولیس وایي چې اور اوس کنټرول شوی دی.

د ګوا د پولیسو مشر الوک کومار ویلي، چې ډېری جسدونه له پخلنځي ترلاسه شوي او دوه نور جسدونه د دغه کلپ په بله برخه کې موندل شوي دي. هغه زیاته کړې، چې د اورلګېدنې اصلي لامل لا تر اوسه معلوم نه دی.

د ګوا اعلی وزیر پراموډ ساوانټ ویلي، چې د دغه کلپ د مدیریت او هغو چارواکو پر وړاندې به قانوني اقدام وکړي، چې د خوندیتوب د اصولو له نقض سره سره یې دغه کلپ ته د فعالیت اجازه ورکړې وه.

نوموړي په اېکس پاڼه کې لیکلي: «ما د دې پېښې په اړه د پلټنو امر کړی دی. دا پلټنې به د اورلګېدنې اصلي لامل او دا چې ایا د اور ضد خوندیتوب معیارونه او د ودانیو قوانین مراعات شوي او که نه، وڅېړي.»

ځینو هندي رسنیو ویلي، چې درې یا څلور سیلانیان هم د وژل شویو کسانو په ډله کې شامل دي. د راپورونو له مخې، درې کسان د سوځېدو له امله او نور د ساه بندۍ له کبله مړه شوي دي.

نور خبرونه

رادیو