د فلسطین وسلهوالې ډلې حماس د شنبې په ورځ وویل چې که د اسراییل روانه جګړه پای ته ورسېږي، دوی چمتو دي خپلې وسلې راتلونکې فلسطیني ادارې ته وسپاري. د حماس د مرکچي پلاوي مشر او د دې ډلې د غزې مشر خلیل الحیه ویلي: «که اشغال پای ته ورسي، دا وسلې به نوي دولت ته ورکړو».


حماس ویلي، که د اسراییل جګړه پای ته ورسي خپلې وسلې به د فلسطین دولت ته وسپاري
۱۲ ساعتونه مخکې