د امریکا د کډوالۍ ادارې مشر: د اندېښنې وړ هېوادونو ګرین کارتونه به له سره وڅېړل شي

AP ۱۴۰۴ لیندۍ ۶

د متحده ایالاتو د تابعیت او کډوالۍ خدماتو ادارې مشر جوزف بي ویلي، چې د ډونالډ ټرمپ د ځانګړې لارښوونې پر بنسټ یې خپل لاس لاندې ادارو ته امر کړی، چې د اندېښنې وړ هېوادونو د ټولو بهرنیو اتباعو ګرین کارتونه چې د امریکا د دایمي استوګنې اجازه ورکوي، باید له سره په جدي توګه وڅېړي.

نوموړي زیاته کړه، چې د امریکا د خلکو امنیت تر هر څه مخکې دی او د پخوانۍ ادارې د بې‌پروا کډوالو د مېشتولو پالیسۍ لګښت به امریکاییان نور ونه‌زغمي.

جوزف بي اېډلوف د پنجشنبې په ورځ (د لیندۍ ۶مه) پر اېکس‌پاڼه لیکلي: «د امریکا امنیت هېڅکله د معاملې وړ نه‌دی.»

د امریکا په کډوالۍ او امنیتي تګلارو کې د بیاکتنې او احتمالي بدلونونو بحثونه له هغه وروسته تاوده شول، چې پرون چهارشنبه د رحمن الله لکڼوال په نوم یوه افغان په واشنګټن ډي‌سي کې د ملي ګارد پر سرتېرو برید وکړ او دوه کسان یې ټپیان کړل.

د امریکا د کورني امنیت وزارت ویلي، چې لکڼوال په ۲۰۲۱ زېږدیز کال کې د «متحدینو د هرکلي عملیاتو» په نوم پروګرام کې په بشري ویزې امریکا ته دننه شوی و.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ملي ګارډ پر عسکرو برید یو «ترهګریز» عمل بللی دی.

ټرمپ ویلي: «دا زموږ د ټول ملت پر وړاندې نه یوازې یو جرم دی؛ بلکې د ټول انسانیت پر وړاندې جرم دی». ټرمپ د پېښې افغان عامل «حیوان» وباله او ټینګار یې وکړ، چې د دغې کړنې بیه به پرې کړي.

د ټرمپ په خبره: «دغه برید د امریکا ملي امنیت ته یو ګواښ دی، بایډن د هېواد لپاره دغه ناورین رامنځته کړی دی.» هغه همداراز نیوکې وکړې، چې زرګونه سومالیایي وګړي هم امریکا ته داخل شوي او دغه هېواد کې یې وسله‌والې ډلې جوړې کړې دي.

د یادونې وړ ده چې د امریکا پخواني ولسمشر بارک اوباما هم په واشنګټن کې د امریکا د ملي ګارډ پر دوو عسکرو د برید په غبرګون کې ویلي، چې تاوتریخوالی په امریکا کې ځای نه‌لري.

همدا راز ځینو افغان سیاستوالو او د کډوالو ټولنو دغه برید یو شخصي عمل یاد کړی او ویلي یې دي،‌ چې دا باید له افغان ټولنې سره ونه‌تړل شي.

نور خبرونه

رادیو