د افغان کونسلي استازولیو شورا: د واشنګټن بریدګر د ټول افغان ملت استازی نه‌شي ګڼل کېدای

AP ۱۴۰۴ لیندۍ ۶

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د سیاسي او کونسلي استازوليو د همغږۍ شورا په واشنګټن ډي‌سي کې د امریکا د ملي ګارد پر غړو برید غندلی او د امریکا له خلکو سره یې خپله خواخوږي شریکه کړې ده. دغې شورا ټينګار کړی: «د یوه فرد کړنې باید د افغان ملت د استازي په توګه ونه‌ګڼل شي.»

د افغان سیاسي او کونسلي استازولیو د همغږۍ شورا د پنجشنبې په ورځ (د لیندۍ ۶مه) په یوې اعلامیه کې د امریکا د ملي ګارد پر سرتېرو برید غندلی او زیاته کړې یې ده: « دا ډول تاوتریخوالی په هېڅ ډول د توجیه وړ نه‌دی.»

دغې شورا ټینګار کړی، چې له پېړیو راهيسي افغانانو د سولې، ازداۍ او ګډ ژوند لپاره خپله مينه ښودلې او د یوه فرد کړنې باید د افغان ملت د استازي‌ په توګه ونه‌ګڼل شي.

په اعلامیه کې ویل شوي، چې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال له ځورونو تښتېدلي افغانان، چې دا مهال لا هم په خطر کې دي- بیا مېشتېدنې، ملاتړ او نړۍوالې ساتنې ته اړتیا لري.

شوار د افغانانو د ثبات او اوږدمهاله ملاتړ لپاره د امریکا له حکومت او خلکو مننه کړې ده.

پرون د امریکا‌ پلازمېنه واشنګټن ډي‌سي کې د سپینې ماڼۍ مخې ته یوه کس د ملي‌ګارد پر دوو عسکرو ډزې وکړې. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پېښه کې ښکېل کس افغان بللی دی.

هغه ویلي، دغه افغان بریدګر د ۲۰۲۱کال په سپټمبر میاشت کې د بایډن حکومت له لوري امریکا ته لېږدول شوی او اعلان یې کړی چې له یاد کال راهیسې تر اوسه پورې امریکا ته د ټولو ورغلو افغانانو په تړاو جدي څېړنې پیلوي.

نور خبرونه

رادیو