د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام د یوه راپور په خپرولو سره ویلي، چې بېرته ستنېدونکې افغان ښځې، نجونې او ماشومان له ګڼو ننګونو سره مخ دي. په راپور کې راغلي، دغه کډوال له مرستو پرته د ژور ناورین له ګواښ سره مخ دي چې تر ډېره ښځې، نجونې او ماشومان اغېزمنوي.
راپور کاږي، چې د سختو ننګونو او اقتصادي ستونزو له کبله ښایي ګڼې دغه کورنۍ بېرته د هېواد پرېښودو ته اړې شي. راپور زیاتوي، چې د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ سره د سیمهییز تاوتریخوالي کچه هم لوړېدای شي.
د راپور له مخې؛ بېرته ستنېدونکې افغان مېرمنې او نجونې د تګ راتګ، زدهکړو او کار محدودیتونو سره مخ دي او ګڼې نجونې د اقتصادي ستونزو له امله له وخته مخکې ودونو ته اړ اېستل کېږي.
راپور کې راغلي، ډېری دغه کډوال له ګاونډیو هېوادونو له لومړنیو اړتیا وړ سامان پرته هېواد ته ستنول کېږي. تر دې وړاندې له ایران او پاکستان نه هم ډېریو ستنو شویو کډوالو شکایت کړی و، چې دوی ته د دوی د سامان د لېږد اجازه نه ورکول کېږي او ګڼ نور یوازې په له یوې جوړه جامو سره افغانستان ته ستانه کړای شوي دي.

