افغان فلم جوړونکياو لیکوال داوود هلمندي د خپل مستند فلم «پیکار» له امله دامسټرډم نړیوال مستند فلم فستیوال درې جایزې ترلاسه کړې.
دغه فلم چې ۹۷دقیقې اوږد دی، د څو نسلو د کډوالۍ او هغو هڅو کیسه کوي چې د امنیت او ازادۍ لپاره ترسره شوي.
د مستندو فلمونو امسټرډم فسټیوال د ۳۸م پړاو ګټونکو نوملړ په هالنډ کې اعلان شو، چې پکې د هلمندي مستند «پیکار» فلم لومړی مقام وګاټه.
پیکار مستند فلم د داوود هلمندي د ژوند شخصي کیسه بیانوي؛ هغه چې له کلونو بهر اوسېدو وروسته ایران او افغانستان ته ستنیږي څو له خپل پلار سره خپل پرې شوی تړاو بیا ورغوي. د هغه کورنۍ د نړۍ په بېلابېلو هېوادونوکې ژوند کوي او هر یو د جلاوطنۍ، کډوالۍ او بېلتون بېلابېلې تجربې لري.
دا مستند د هلمندي هغه هڅه انځوروي چې له خپل سخت دریځه او عمرخوړليپلار سره غواړينږدې شي. فلم د کورنۍ د اړیکو، د سختیو پر وړاندې د مقاومت او د امنیت او ازادۍ د لټون ژوره او دردېدلې انځورګري کوي.
«پیکار»، چې په فارسي او هالنډي ژبو جوړ شوی، په دې فسټیوالکې د «د غوره هالنډي فلم ځانګړې یادونه» او د فېپرېسکي جایزه هم ترلاسه کړې.

