په کندهار کې د کندا فورټ پروسس کمپنۍ د کرنیزو تولیداتو د کیفیت لوړولو لپاره د دوه مېلیونه امریکایي ډالرو په ارزښت لومړنی معیاري لابراتوار پرانیست، چې موخه یې د بزګرانو حاصلات زیاتول او له نړۍوال معیار سره د صادراتو برابرول دي.
د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت لهخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د دغه لابراتوال د پرانیستې په مراسمو کې د یادې ډلې د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر هم ګډون کړی و.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې ملابرادر د یاد لابراتوار پرانیستل د هېواد د کرنیزو تولیداتو لپاره د مهم بدلون پیل وباله او څرګنده یې کړه:«د خاورې او اوبو برخو کې د لابراتواري خدماتو د نشتوالي له امله بزګرانو ته زیانونه او د حاصلاتو کمښت رامنځته شوی و، د دغه لابراتوار په فعالېدو سره به تولیدات او صادرات تر نړۍوال معیار پورې نږدې شي.»
هغه ټینګار وکړ، چې د لابراتوار خدمتونه باید یوازې تر کندهاره محدود نهشي؛ بلکې د هېواد نورو ولایتونو ته هم پراخ شي. نوموړي په دې برخه کې د هر اړخیز ملاتړ ډاډ ورکړ.
د کندا فروټ کمپنۍ اجراییه رییس ضیاءالحق وزیري وویل:«دغه مرکز د شپږو کلونو په موده کې د نړۍ د معیاري اصولو مطابق جوړ شوی دی، لابراتوار به د کرنیزو محصولاتو، خوراکي توکو، کیمیاوي سرو، کرنیزو تخمونو، لبنیاتو او نورو اړوندو برخو د کیفیت د تضمین مهمه سرچینه وي.»
د یاد وزارت د معلوماتو له مخې؛ کندا وزیرزي نړۍوال لابراتوار به د هېواد په کچه د کرنیزو درملو، سرو، خوراکي توکو، مشروباتو، لبنیاتو، صادراتي او وارداتي توکو، اوبو او خاورې اړوند اړین ازمېښتونه ترسره کوي چې ورسره به بزګرانو ته د نړۍوال معیار مطابق د کرنیزو درملو او سرو د کارونې ساینسي حل لارې برابرې شي.

