ایراني سوداګرو د سېشنبې په ورځ په کابل کې د طالبانو د کانونو له وزیر هدایتالله بدري سره په لیدنه کې په افغانستان کې د مسو، اوسپنې او د سرو زرو کانونو د کېندنې په برخه کې د پانګونې لېوالتیا څرګنده کړې.
د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ هدایتالله بدري په کابل کې د ایران سرپرست سفیر عليرضا بېکدلي او د دغه هېواد له سوداګریز پلاوي سره کتلي دي. په دغه لیدنه کې د ایران د سوداګرۍ خونې رییس ویلي، ایراني شرکتونه چمتو دي چې په افغانستان کې د مسو، سرو زرو او د اوسپنې کانونو په استخراج کې پانګونه وکړي.
نوموړي همداراز ژمنه کړې، چې د اوسپنې د ويلي کولو فابریکې، معیاري لابراتوارونو، د تخنیکي خدماتو مرکز او د یاد وزارت د انجنیرانو د مسلکي روزنې او ظرفیت لوړونې په برخه کې به له افغانستان سره مرسته وکړي.
د طالبانو د کانونو وزیر د ایراني شرکتونو د پانګونې له وړاندیز نه هرکلی کړی او ژمنه یې کړې، چې اړینې اسانتیاوې به ورته برابرې کړي. هغه ټینګار کړی، چې د کانونو پروسس باید د افغانستان دننه ترسره شي.
ایراني سوداګر دغه څرګندونې داسې مهال کوي، چې تر دې مخکې د چین له لوري د نفتو، ګازو او مسو د سترو پروژو قراردادونه له ځنډ او خنډ سره مخ شوي دي.
څو ورځې وړاندې د طالبانو د کانونو وزیر د عینک مس پروژې له مسوول څخه غوښتي و، چې د یادې پروژې عملي کار چټک کړي؛ خو لا هم څرګنده نهده، چې دغه پروژه به څه مهال د ګټې اخستنې پړاو ته ورسېږي.
په ورته وخت کې د پاکستان او طالبانو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو ترینګلتیا له امله د طالبانو او ایران ترمنځ سوداګریزې اړیکې پراخې شوې دي.

