طالبانو په پکتیا او پنجشېر ولایتونو کې ۲۷۳ رواني ناروغان ټول کړي دي

۳ ساعتونه مخکې

د طالبانو امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدو وزارت خبر ورکړی، چې په پکتیا او پنجشېر ولایتونو کې یې ۲۷۳ رواني ناروغان ټول کړي او د درملنې په موخه یې د افغاني سرې میاشتې ټولنې ته سپارلي دي.

د دغه وزارت له‌خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه ګام د دوی د مشر ملاهبت الله د ځانګړي حکم پربنسټ اخیستل شوی؛ ترڅو د ټولنې د زیان منونکو قشرونو ستونزې حل او د خلکو رواني وضعیت ښه شي.

په خبرپاڼه کې د رواني ناروغانو راټولول او د سرې میاشتې ټولنې ته یې سپارل د ټولنې د ثبات، د ژوند لپاره مناسب چاپېریال او د رواني سلامتيا د پیاوړتیا لپاره مهم اقدامات بلل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د دغه وزارت مسوولینو تر دې وړاندې (د لړم ۶مه) خبر ورکړی و چې د خپل مشر ملا هبت‌الله اخوندزاده له حکم سره سم یې تراوسه ۳۵۸۰ رواني ناروغان ټول کړي او د درملنې او ساتنې په موخه یې د افغاني سرې میاشتې ټولنې ریاستونو ته سپارلي دي.

همدا تېره اونۍ هم یاد وزارت په خپل اوونیز راپور کې د ۲۳۹ رواني ناروغانو د ټولولو خبر ورکړی و.

نور خبرونه

رادیو