د روغتیا نړۍوال سازمان: افغانستان کې تر ۸ مېلیونه ډېر ماشومان د شري پر وړاندې واکسین شول

۶ ساعتونه مخکې

د روغتیا نړۍوال سازمان (WHO) خبر ورکړی، د افغانستان په تودو سیمو کې د شري ناروغۍ پرضد د ملي واکسین دویم پړاو په بریالیتوب سره پای ته رسېدلی او تر ۸ مېلیونه ډېر ماشومان په‌کې د شري پر وړاندې واکسین شوي دي.

دغه سازمان ټینګار کوي، یاد کمپاین به د شري ناروغۍ د خپرېدو مخه ونیسي او هغه ماشومان به خوندي کړي چې د منظم واکسین له وخته پاتې شوي دي. د یاد سازمان په یوه خبرپاڼه کې راغلي، چې د یونېسف، «ګېوي» او د افغانستان د واکسین د ملي پروګرام (NEPI) په مرسته د شري د واکسین کمپاین دویم پړاو بشپړ شوی دی.

د روغتیا نړۍوال سازمان په وینا؛ په دې پړاو کې د شپږو میاشتو څخه تر لسو کلونو عمر لرونکي ۸مېلیونه او ۳۵۵زره ۴۴۶ ماشومان واکسین شوي دي. دارنګه په پنځو سویلي او یو ختیځ ولایت کې نږدې ۴مېلیونه ماشومانو ته د ګوزڼ ضد واکسین ورکړل شوی دی.
دغه سازمان ویلي، د کمپاین موخه د شري ناروغۍ پېښو کمول او د هغه معافیتي تشې ډکول دي چې د منظم واکسین د ټیټې کچې له امله رامنځته شوې وې. د روغتیا نړۍوال سازمان په خبره؛ د شري د دواړو پړاوونو په بشپړېدو سره اوس له ۱۶مېلیونه ډېر ماشومان له یادې ناروغۍ خوندي شوي دي.

نور خبرونه

رادیو