د طالبانو د سوداګرۍ وزیر په یوه رسمي سفر هند ته ولاړ

۱۰ ساعتونه مخکې

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت خبر ورکړی، چې نورالدین عزیزي د چهارشنبې په ورځ د هند په رسمي بلنه د چابهار بندر د ظرفیتونو د فعالولو او اغېزمنې کارونې، په بندر کې د هندي پانګونې راجلبولو او د افغانستان او هند ترمنځ د دوه اړخیزې سوداګرۍ د پراختیا په موخه نوې ډیلي ته ولاړ.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې د دغه سفر په ترڅ کې به طالب پلاوی د پراګټي میدان نړۍوال نندارتون څخه لیدنه وکړي او د هند د بهرنیو چارو او سوداګرۍ وزارت له چارواکو، سوداګرو او پانګه‌والو سره هم وګوري.

خبرپاڼه زیاتوي، چې د دغه غونډو مهم موضوعات د اقتصادي همکاریو پراختیا، د سوداګریزو اړیکو اسانتیا، د ګډې پانګونې زمینې برابرول او په سیمه‌ییزو ټرانزیټي لارو کې د افغانستان د رول پیاوړتیا ده.

خبرپاڼه کاږي، دغه سفر د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا لپاره یو مهم ګام ګڼل کېږي او تمه کېږي چې پایلې یې د اړیکو په ښه‌والي، د سوداګرۍ په ودې او د ټرانزیټ لارو په پراختیا کې د پام وړ رول ولوبوي.

دا نوي ډیلي ته د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي له سفر وروسته د یادې ډلې د لوړپوړو چارواکو دویم سفر دی.

د طالبانو او پاکستان ترمنځ د اړیکو له ترینګلتیا وروسته د دغې ډلې د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د تورخم، چمن، خرلڅي، غلام خان او انګور اډې لویو لارو له بندېدو وروسته اعلان وکړ، چې له پاکستان سره له تضمین ورکولو پرته نوره سوداګریزه راکړه ورکړه نه‌کوي.

نور خبرونه

رادیو