د جاپان حکومت، د جاپان د نړۍوالې همکارۍ ادارې (JICA) او د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام په همکارۍ د ۵.۶ مېلیونه ډالرو په ارزښت د دوه کلنې پروژې د پلي کولو لپاره یو تړون لاسلیک کړ، چې موخه یې د افغان مېرمنو اقتصادي پیاوړتیا ده.
دغه تړون په کابل کې د جاپان سفیر کینیچي ماساموتو او د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام استازي سټیفن روډریګز لهخوا لاسلیک شو.
ماساموتو په یادې غونډه کې ویلي: «کله چې مېرمنې په ټولنیزو او اقتصادي برخو کې په بشپړه توګه برخه واخلي؛ نو افغانستان به له خپلو ټولو ظرفیتونو برخمن شي. جاپان د افغانستان له خلکو سره خپل پیوستون ته ژمن دی.»
ښاغلي روډریګز بیا د افغانستان اوسنیو اقتصادي شرایطو ته په اشارې سره وویل:« افغانستان لاهم له ژور ناورین سره مخ دی او اصلي بار د افغان مېرمنو په اوږو دی.»
د دغه تړون له مخې چې پرون د سېشنبې په ورځ (د لړم ۲۷مه) لاسلیک شو، ټاکل شوې بودجه به یې د ۷۳ کوچنیو پروژو د پلي کولو او د ښځو لهخوا تر ۲زره ډېر اداره کېدونکو کوچنیو او منځنیو کاروبارونو ملاتړ لپاره وکارول شي.
د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام ویلي، چې په یوې پخوانۍ ورته پروژه کې د ښځو لهخوا اداره کېدونکو د ۱۲۶۰ کاروبارونو ملاتړ شوی او له ۲۵۰۰ څخه ډېر نوي کاري فرصتونه رامنځته شوي چې شاوخوا ۸۷ سلنه یې د ښځو لپاره وو.

