ازبکستاني رسنیو خبر ورکړی چې له ۱۰۰ ډېرو ازبک شرکتونو په کابل کې د امام ابوحنیفه څلورم نړیوال نندارتون او سوداګریز بازار په ترڅ کې له افغان شرکتونو سره په ټولیز ډول د ۳۶میلیونه ډالرو په ارزښت سوداګریز تړونونه لاسلیک کړي دي.
انفورم رسنۍ نن چارشنبه په خپل یوه راپور کې ویلي چې دغه ازبکستاني سوداګریز پلاوي د ازبکستان د سوداګرۍ او صنعت خونې په مشرۍ څو ورځې په افغانستان کې حضور درلود او د نندارتون ترڅنګ د افغان او بهرنیو شرکتونو د اړیکو د پراختیا لپاره په جوړې شوې پراخې غونډې کې یې هم برخه اخیستې ده.
په دې غونډه کې ۱۳۰ افغان شرکتونو، ۸۰ ازبک استازو، ۳۰ ایراني استازو، ۲۰ د هند او لس ترکمنستان استازو ګډون درلود.
په یاده غونډه کې د خوړو صنعت، ودانیزو چاروې، درمل جوړونې، نساجي، لوژستیک، انرژۍ او د کورنیو وسایلو تولید په برخو کې خبرې اترې شوې دي. د خبرو اترو محور د سوداګریزو اړیکو پراخول، د ګډو پروژو پلي کول، د پانګونې هڅونه او د افغانستان بازار ته د صادراتو ظرفیت لوړول وو.
د رسنیو د راپور له مخې، د ازبکستان شرکتونو د مذاکراتو په پای کې د ۳۶،۰۵ میلیونه ډالرو په ارزښت تړونونه لاسلیک کړي دي.
سربېره پر دې، د دواړو لوریو د سوداګرۍ او پانګونې خونو یوه هوکړه هم لاسلیک کړې، چې د دواړو هېوادونو په مرکزونو کې د «سوداګریزو کورونو» جوړول او د خونو استازیتوبونه پرانیستل پکې شامل دي.

