د سیستان د ازادې سوداګرۍ-صنعتي سیمې مشر حسین سنجراني وایي، چې د سیستان ازاده سوداګرۍ-صنعتي سیمه د خپل ستراتيژیک موقعیت او ترانزیتي وړتیاوو له مخې کولای شي د افغان سوداګرو لپاره دویم کور وګرځي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د لویو اقتصادي همکاریو زمینه برابره کړي.
نوموړي د کابل په څلورم نړۍوال نندارتون کې د یادې سیمې ګډون د ظرفیتونو د معرفي کولو او د افغانستان سره د سوداګریزو اړیکو د پراختیا لپاره یو مهم فرصت وباله.
سنجراني وویل: «د سیستان د ازادې سیمې غرفه په کابل نندارتون کې یوازې د اقتصادي ظرفیتونو د ښودلو لپاره نه وه؛ بلکې د ایران او افغانستان ترمنځ د اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا یوه نوې دروازه هم ده.»
هغه وویل: «د دغه تعاملاتو له لارې یو ګډ او سوکاله راتلونکی ترلاسه کېدای شي او د نندارتون په لړ کې لاسلیک شوي تفاهم لیکونه د ګډې پانګونې او د اقتصادي تبادلې زیاتوالي لپاره لاره هواروي.»
هغه ورځنۍ لیدنې، تخصصي غونډې او سوداګریز بحثونه د افغان اقتصادي فعالینو لپاره د سیستان ازادې سیمې د وړتیاوو د جذابیت نښې وګڼلې او دغه پروسه یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوامداره او اوږدمهاله اړیکو د پراختیا لپاره هیله بښونکې وګڼله.
همدارنګه، د ایران سوداګریز سلاکار حسین روستایي په کابل نندارتون کې د ۴۰ ایرانیو شرکتونو د ګډون خبر ورکړی او ویلي یې دي، چې دوه لوړپوړي سوداګریز پلاوي به د دوه اړخیزو همکاریو د پراختیا لپاره کابل ته سفر وکړي.

