طالبان له هند نه د کابل او نوي ډیلي ترمنځ د هوايي دهلیز په برخه کې همکاري غواړي

۳ ساعتونه مخکې

د هند دبهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ، چې د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نوي ډیلي ته رسېدلی او دوی یې تود هرکلی کړی. نورالدین عزیزي به په دغه پنځه ورځني سفر کې له هندي چارواکو سره پر دوه اړخیزې سوداګرۍ او هوايي دهلیز وغږیږي. هغه د ډیلي په نړیوال سوداګریز نندارتون کې هم ګډون کوي.

د طالبانو د سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د چارشنبې په ورځ هند ته د پنځو ورځو په سفر لاړ.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي، چې عزیزي به په دغه سفر کې له هندي چارواکو او ددغه هېواد له سوداګرو سره پر دوه اړخیزو سوداګریزو اړیکو وغږیږي.

نوموړی ته په نوي ډيلي کې د هند د بهرنيو چارو وزارت د پاکستان، افغانستان او ایران د برخې ګډ سکرتر انند پرکاش هرکلی ویلی.

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند له عزیزي سره د خپل انځور په خپرولو د چارشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې له نوموړي یې تود هرکلی کړی او دواړې خواوې به پر دوه اړخیزو سوداګریزو مسایلو وغږیږي.

دا د پاکستان او طالبانو ترمنځ د اړیکو له ترینګلتیا وروسته دویم جګپوړی طالب چارواکی دی، چې نوي ډیلي ته سفر کوي.

هندي رسنیو ددغه هېواد د چارواکو له قوله رپوټ ورکړی، چې نورالدین عزیزي به د هند د سوداګرۍ له وزیر، نورو حکومتي چارواکو او د هند له سوداګریزې ټولنې سره وګوري.

د هند نیوز ۱۸ چینل د هند د حکومتي سرچینو له قولي ویلي، چې عزیزي به د هند له حکومت څخه وغواړي چې د کابل او نوي ډيلي ترمنځ د سوداګرۍ لپاره د هوايي دهلېزد «بشپړ جوړولو» په برخه کې پراخه همکاری وکړي.

عزیزي به دغه راز د هند د سوداګرۍ له چارواکو سره خبرې اترې وکړي او ښايي د ډیلي په نړیوال سوداګریز نندارتون (IITF) کې هم برخه واخلي.

په ۲۰۲۰-۲۱ کلونو کې هند افغانستان ته نږدې ۸۲۶ میلیونه ډالره توکي صاد ر کړي وو، خو له افغانستان نه یې یوازې ۵۰۹ میلیونه ډالره واردات کړي وو، خو هند ته صادرات هر کال کم شوي دي، په ځانګړي ډول د هند او پاکستان له جګړې او د واګه لارې له تړل کېدو وروسته په ۲۰۲۳ او ۲۰۲۴ کلونو کې په کال کې یوازې ۳۵۵میلیونه ډالره ښودل شوي دي.

د هند واردات نږدې ټول کرنیز محصولات دي، چې انګور، ممیز، انځر، زعفران، هوږه، اینجه، بادام، چارمغز، کاجو، انار، الوبالو، زردالو، پیاز او نور پکې شامل دي.

هندي صادرات ډېری په درملو، نساجیو، ماشینونو او الکترونیکي توکو پورې تړاو لري.

د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبالغني برادر په دې وروستیو کې له پاکستان نه د درملو پر واردولو بندیز لګولی او داسې اټکل دی، چې عزیزي به په دغه سفر کې له هند نه د درملو پر وارداتو هم له هندي چارواکو سره وغږیږي.

طالبانو ویلي، چې له پاکستان سره د ټرانزیټ سوداګرۍ له بندېدو وروسته، دوی اوس نورې متبادلې لارې ګوري، چې ایران، د منځنۍ اسیا هېوادونه او هند، په ځانګړې توګه چابهار بندر پکې شامل دي.

نور خبرونه

رادیو