حلیم فدايي: که طالبان د پاکستان ضد وي نو د نجونو پرمخ دې ښوونځي پرانیزي

۱۸ ساعتونه مخکې

د خوست پخوانی والي وايي چې که طالبان د پاکستان پرضد سياست تعقيبوي، نو باید د نجونو ښوونځي پرانیزي.

هغه پاکستان او طالبان پر تعلیمي مرکزونو په بریدونو تورنوي او وايي، طالبانو پرون په ځانمرګو بریدونو سره پر دې مرکزونو برید کاوه او نن د فرمانونو له لارې دغه سياست عملي کوي.

حلیم فدایي ټينګار کوي، چې دی د طالبانو له ټولو داخلي سياستونو سره مخالفت لري.

نوموړي ددې ادعا پر وړاندې چې ځینې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د جګړې واقعیت تر پوښتنې لاندې راولي او یا وايي چې پاکستان د رژیم د بدلون سیاست خپل کړی، وايي، چې که طالبان رښتیا د پاکستان ضد سیاستونه د نجونو پر مخ دې زر ښوونځي پرانیزي، ځکه د ده په وینا، د ښوونځیو او پوهنتونونو سوځول او د روڼاندو وژل د پاکستان مخکینۍ ستراتیژي ده.

فدایي زیاته کړې، چې هغه څه چې طالبانو پرون د ځانمرګو، چاودنو او زېړو بوشکو په بریدونو کول، اوس هم د حکومتي فرمانونو او احکامو له لارې همغه سیاستونه عملي کوي.

دغه پخواني والي وویل چې که طالبان د نجونو ښوونځي پرانیزي، نو دا د یو حقیقي بدلون نښه ګڼل کېدای شي؛ کنه، نو د طالبانو او پاکستان ترمنځ شخړې «یوازې یو نمایش دی او د خلکو له احساساتو ناوړه ګټه اخیستنه ده او د طالبانو د سپینولو په معنا دي.»

فدايي همدراز زیاتوي، چې جګړه د پاکستان او د افغانستان د ملت ترمنځ واقعي ده، خو د طالبانو او پاکستان ترمنځ پر جګړې لاهم شک لري.

هغه وايي، د طالبانو او پاکستان ترمنځ اختلاف ډیر داسې ښکاري لکه د مولانا فضل‌الرحمن یا عمران خان د حکومت چې له پاکستان سره اختلاف دی.

نوموړی زیاتوي، چې د پاکستان او طالبانو سیاست دواړه د افغانستان دتباهي سیاست دی.

نور خبرونه

رادیو