متقي: یو شمېر هېوادونه له افغان کډوالو سره د سیاسي ملحوظاتو له امله غېرانساني چلند کوي

۴ ساعتونه مخکې

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د سکټوري وزارتونو او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو اړوندو ادارو ترمنځ د همغږۍ په پنځمه ناسته کې د وینا پرمهال وویل، چې یو شمېر هېوادونه له افغان کډوالو سره د سیاسي ملحوظاتو له امله غېرانساني چلند کوي.

که څه هم نوموړي د کوم مشخص هېواد نوم نه دی اخیستی، خو په غېرمستقیم ډول یې د افغان کډوالو پروړاندې د پاکستان د حکومت پر وروستیو کړنو نیوکه وکړه او زیاته یې کړه، چې ځینې هېوادونه د ژمي په یخ موسم کې له یوې خوا کډوال د کورونو پرېښودو ته اړ کوي او له بلې خوا یې پر پوله دروازې بندې کړې او د تګ اجازه نه ورکوي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر نړۍوالو ته په خطاب کې پوښتنه کوي، چې ایا د کډوالو پر وړاندې دا ډول کړنې او چلند د نړۍوالو اصولو سرغړونه نه ده او ایا دا د ښځو، ماشومانو او سپین ږیرو پر وړاندې بې‌انصافي نه ده؟
دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت څو ورځې وړاندې خبر ورکړ، چې د روان کال له پیل راهیسې د بندیانو په ګډون تر ۲ مېلیونه او ۴۳۰زره ډېر کډوال په خپله خوښه او جبري توګه له ګاونډیو هېوادونو په ځانګړي ډول له پاکستان څخه بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.
په پاکستان کې زرګونه افغان کډوال چې درېیمو هېوادونو ته د تګ په تمه دي، په دې وروستیو کې د پولیسو له سخت چلند، له جبري اېستلو، اقتصادي کړاوونو او امنیتي فشارونو سره مخ دي. په دې کې د مدني ټولنې غړي، خبریالان، د پخواني حکومت کارکوونکي او د بشري حقونو فعالان شامل دي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د سکټوري وزارتونو او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو اړوندو ادارو ترمنځ د همغږۍ په پنځمه ناسته کې د وینا پرمهال همداراز زیاته کړه، چې افغانستان اوس مهال له بېلابېلو ستونزو سره مخ دی، چې پکې له ګاونډیو هېوادونو څخه د کډوالو راستنېدل، د اقلیم د بدلون او طبیعي پېښو اغېزې، له فقر او بې‌کارۍ سره مبارزه، د روږدو کسانو درملنه او د بزرګانو لپاره د بدیل معیشت چمتو کول شامل دي.
هغه په نیوکې سره وویل، چې د یادو ستونزو د حل لپاره کافي نړۍوالې مرستې نه دي رسېدلي او بشري موضوعات له سیاسي موضوعاتو سره تړل کېږي، چې د مرستې او همکارۍ بهیر ته زیان رسوي.

نور خبرونه

رادیو