ملګري ملتونه: د کډوالو پراخه ستنېدنه په افغانستان کې بشري ناورین لا پراخوي

AP ۱۴۰۴ لړم ۲۱

د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام وایي، په روان ۲۰۲۵کال کې افغانستان ته تر ۲.۳ مېلیونه ډېر کډوال ستانه شوي دي. دغې ادارې خبرداری ورکړی، چې افغانستان ته د کډوالو بېرته ستنېدو په دغه هېواد کې بشري ناورین لا پراخ کړی.

د دغه ادارې له‌خوا په تازه خپور شوي راپور کې راغلي، چې زلزلو، سېلابونو او وچکالۍ د افغانانو دغه وضعیت لا کړکېچن کړی او د طالبانو له‌خوا لګېدلو بندیزونو افغان ښځې او نجونې له لویو ننګونو سره مخ کړې دي. راپور زیاتوي، چې د دغه بندیزونو له امله افغان مېرمنې بنسټیزو حقونو ته له لاسرسي بې‌برخې کړې دي. دوی پر طالبانو غږ کړی، چې پر افغان مېرمنو لګېدلي بندیزونه لرې کړي.

راپور وړاندې کاږي، چې ګڼ راستنېدونکي د بې‌روزګارۍ، د سرپناوو نشتوالي، د څښاک پاکو اوبو او نورو بنسټیزو خدمتونو ته له لاسرسي بې‌برخې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویاند وایي چې په تېرو ۱۹ ورځو کې له پاکستان، ایران او ترکیې نه د بندیانو په ګډون ۲ لکه او ۱۸۳۴ افغان کډوال هېواد ته ستانه شوي.

نور خبرونه

رادیو