تېره ورځ تر ۱۰زره ډېر افغان کډوال په جبري توګه افغانستان ته ستانه کړای شوي

AP ۱۴۰۴ لړم ۲۰

د طالبانو د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون خبر ورکړی، چې د دوشنبې په ورځ له ایران او پاکستان نه تر ۱۰زرو ډېر افغان کډوال له بېلابېلو لارو افغانستان ته په جبري توګه ستانه کړای شوي دي.

د یاد کمېسیون په راپور کې راغلي، له دې ډلې د کندهار د سپین بولدک له لارې ۵۲۸۶، د ننګرهار د تورخم له لارې ۲۳۲۲، د هلمند د بهرامچې له لارې ۸۴۳، د هرات د اسلام‌کلا له لارې ۲۲۴ او د نیمروز د ورېښمو پله له لارې ۲۲۲ افغانان افغانستان ته ستانه کړای شوي دي.

د راپور له مخې؛، د راستنېدونکو کډوالو لپاره د ترانسپورت او نورو لومړنیو اړتیاوو په برخه کې ټولې مرستې ۲۳.۶ مېلیونه افغانیو ته رسېدلې دي.

یاده دې وي، چې په دې وروستیو کې د پاکستان په ټولو ښارونو کې د پولیسو له لوري د افغانانو د نیولو او جبري اېستنې لړۍ چټکه شوې. که څه هم نړۍوالو ادارو او ملګرو ملتونو د پاکستان د حکومت دغه اقدام د نړۍوالو قوانینو او انسانیت خلاف عمل بللی او له دوی یې غوښتي، چې دغه لړۍ ودروي؛ خو د پاکستان حکومت د نړۍوالو دغه غوښتنې ته مثبت ځواب نه‌دی ورکړی.

نور خبرونه

رادیو