طالبان وايي په یوه ورځ کې څه باندې ۸۲۰۰ افغانان هېواد ته ستانه شوي دي

۲ ورځې مخکې

د طالبانو د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې کمېسیون وايي، د دوشنبې په ورځ (د لړم ۲۶مه) له بېلابېلو لارو ۱۵۱۵ کډوالې کورنۍ چې ټول ۸۲۳۱ کسان کېږي، په جبري ډول هېواد ته راستانه شوي دي. د دغه کمېسیون په وینا، په همدې ورځ له بېلابېلو ولایتونو نږدې ۱۰ زره کسان خپلو سیمو ته لېږدول شوي دي.

د دغه کمېسیون دارلانشاء د دوشنبې په ماخوستن (د لړم ۲۶مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وايي، د سپین بولدک له لارې ۹۷۰کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۵۴۲۴ تنه کېږي هېواد ته راستنې او ۵۹۰ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۳۵۴۰ و، خپلو ولایتونو ته لېږدول شوي دي.

د خبرپاڼې له‌مخې، د تورخم له لارې ۴۴۶ کورنۍ چې ۲۴۲۵ تنه کېږي هېواد ته راستانه او له دې منځه بیا ۳۸۳ کورنۍ یې خپلو ولایتونو ته لېږدول شوي دي.

خبرپاڼه کاږي، د هرات د اسلام کلا له لارې ۴۲ کورنۍ چې ۱۶۵ تنه کېږي، د نیمروز د ورېښمو له لارې ۵۷ کورنۍ چې ۲۱۷ تنه کېږي او همداراز ورسره ۱۴۷۵ نور مسافر خپلو ولایتونو ته لېږدول شوي دي.

له دې سره سم، له کابل څخه ۹۰۵ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۴۱۸۶ تنه و، کندوز، بغلان، بلخ، پکتیا، پکتیکا، سرپل، جوزجان، فاریاب، پروان، سمنګان، کاپیسا، ننګرهار، تخار، غزني، بدخشان او خوست ولایتونو ته لېږدول شوې دي.

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې په برخه کې د طالبانو کمېسیون وايي،راستنو شویو افغانانو ته د ثبت بهیر، لېږد، مالي مرستو، لنډمهاله مېشتېدنې، اسلامي نظام، هېواد، صبر او زغم، د ښوونې او روزنې او د شریعت د لارښوونو په ګډون عامه پوهاوی هم ورکړل شوی دی.

د دغه کمېسیون په وینا، دغو راستنو شویو کورنیو ته د کرایو له ورکړې او د روغتیايي خدماتو له وړاندې کېدو سربېره یو شمېر کورنیو ته پخه ډوډۍ، یوه اندازه نغدي مرستې او سیمکارتونه هم ورکړل شوي دي.

نور خبرونه

رادیو