د ایران د کورنیو چارو وزیر اسکندر مومني وايي، د روان کال په ترڅ کې له دغه هېواده د شاوخوا یو نیم مېلیون کډوالو اېستل د کډوالۍ د نظم په برخه کې ستر پرمختګ و. نوموړي زیاته کړې، چې له دغه کډوالو شاوخوا ۷۰ سلنه یې په خپله خوښه ستانه شوي دي.
د ایران د کورنیو چارو وزیر اسکندر مومني د دوشنبې په ورځ (د لړم ۱۹مه) د ایران د ملي شورا په غونډه کې د یاد وزارت د یو کلن فعالیت راپور وړاندې کړی او د پولو د امنیت، د بهرنیو وګړو د تنظیم، عامه ټرانسپورټ، د ښځلو مدیریت او د ټاکنو د برېښنايي سیسټم په اړه یې تفصیلي معلومات ورکړي دي.
هغه ویلي، چې تر اوسه یې د هېواد ۲۱۰ کیلومتره سرحدونه په بشپړ ډول تړل شوي دي. د نوموړي په وینا؛ د دغه اقدام له امله ناقانونه تګ راتګ تر ډېره کم شوی او امنیتي شاخصونه د تېر کال پرتله ښه شوي دي.
نوموړي د بهرنیو وګړو د تنظیم په برخه کې وویل: «په روان کال کې نږدې یو نیم مېلیون کډوال له ایران نه وتلي، چې شاوخوا ۷۰ سلنه یې په خپله خوښه او له یو مېلیون او ۴۰۰زرو زیات کسان د ملګرو ملتونو د استازي په حضور کې خپلو هېوادونو ته بېرته ستانه شوي دي.»
هغه زیاته کړه، دغه لړۍ د ایران د بهرنیو چارو وزارت، د استخباراتو ریاست، پولیسو او د پارلمان په همکارۍ عملي شوې ده. هغه دارنګه د کډوالو ماشومانو د زدهکړو په اړه ویلي: «داسې تدابیر نیول شوي، چې هېڅ یو کډوال ماشوم له زدهکړو بېبرخې نهشي.»
یاده دې وي، چې د ایران حکومت په وروستیو میاشتو کې د زرګونه افغان کډوالو د جبري اېستنې لړۍ چټکه کړې ده. نړۍوالې ادارې وايي، ډېری افغانان د جبري ستنېدنې له امله له بشري ناورین سره مخ دي.

