تېره ورځ له پاکستان نه نږدې ۷زره افغانان اېستل شوي

۵ ورځې مخکې

د طالبانو تر واک لاندې ملي راډیو ټلوېزیون خبر ورکړی، چې تېره ورځ شنبه د (لړم ۲۲مه) له پاکستان نه ۶زره او ۷۱۲ افغانان خپل هېواد ته ستانه کړای شوي دي. همداراز ۹۳۴ افغانان بیا د اسلام‌کلا او ورېښمو پله له لارې افغانستان ته ستانه شوي دي.

راپور کې راغلي، چې له پاکستان نه دغه کډوال د تورخم او سپین بولدک له لارو هېواد ته ورغلي دي. هم‌مهاله روانه اونۍ یو ځل بیا په پاکستان کې د افغان کډوالو نیولو او اېستلو زور اخیستی دی. دغه هېواد دا ځل د ملګرو ملتونو سره ثبت «پي اوار» کارت لرونکي او بې‌اسناده افغانان هم باسي.

که څه هم د ملګرو ملتونو په ګډون د بشري حقونو او کډوالو ملاتړو ګڼو سازمانونو له پاکستان او ایران نه غوښتي، چې د افغانانو د اېستلو بهیر دې ودروي؛ خو پر دواړو ګاونډیانو یې چندان اغېز نه‌دی کړی او دغه لړۍ یې دوامداره ساتلې ده.

ایران او پاکستان نه اېستل کېدونکي افغانان شکایت کوي، چې دغو هېوادونو کې یې ملکیتونه، شتمنۍ او کاروبارونه پاتې شوي او حتی د راټولېدو اجازه نه‌ده ورکړل شوې. که څه هم طالبانو په وار وار د دغه مسالې د حل یادونه کړې؛ خو لیدل کېږي چې دغه ستونزه لا هم پر خپل ځای پاتې ده.

هاخوا د طالبانو د دویم ځل واکمنۍ له پیل راهیسې په افغانستان کې سخت بشري ناورین، فقر، بې‌وزلي او اقتصادي ناورین روان دی چې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ په وینا؛ د بېرته ستنېدونکو سره دغه وضعیت لا پسې کړکېچن شوی دی. یاد سازمان له یو شمېر هېوادونو او نړۍوالو مرستندویه ادارو نه غوښتنه کړې، چې په دې سختو حالاتو کې دې د بېرته ستنېدونکو افغان کډوالو لاسنېوی وکړي.

بې‌روزګاري، د سرپناوو نشتوالی او د مرستو کمښت د تازه بېرته ستنېدونکو افغانانو پر وړاندې لویې ننګوونې بلل کېږي.

نور خبرونه

رادیو