ازادۍ جبهه وايي چې په بدخشان کې یې د طالبانو پر محبس راکټي برید کړی

۲ ورځې مخکې

د طالبانو یوه وسله واله مخالفه ډله د ازادۍ جبهه وايي، چې جنګیالیو یې د لړم میاشتې پر ۲۵مه د بدخشان ولایت د بهارک ولسوالۍ پر محبس راکټي بریدونه کړي او یو طالب یې وژلی او درې نور یې ټپیان کړي دي.

یاده جبهه وايي، چې له بریدونو ورورسته د طالبانو او ددوی د جنګیالیو تر منځ نښته شوې او په دې نښته کې یو طالب وسله وال وژل شوی او درې نور ټپیان دي.

ازادۍ جبهې ویلي، چې په دې نښته کې د دوی جنګیالیو ته زیان نه دی اوښتی.

نور خبرونه

رادیو