طالبانو د امو سیند نفتي حوزې د ۱۸۰۰۰ ټنه اومو نفتو د داوطلبۍ ګټونکی اعلان کړ

۲ ورځې مخکې

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، چې د امو سیند نفتي حوزې قشقري سیمې د ۱۸۰۰۰ ټنه خامو نفتو داوطلبي کې د حیرتان ترمینل سرویس شرکت ګټونکی اعلان شوی.

د یاد وزارت په وینا، په دې داوطلبۍ کې د نفتو د تصفیې د ۱۱ شرکتونو استازو ګډون کړی و.

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت نن دوشنبه، د لړم ۲۶مه په اېکس کې لیکلی، چې د یاد وزارت د د هایدرو کاربنونو د تنظیم عمومي رییس محمد اسراییل مسلم او د کمېټې غړو له لوري داوطلبي د کانونو او پټرولیم وزارت د غونډو په تالار کې وشوه.

په یاده داوطلبۍ کې د نفتو تصفیه خونو د ۱۱ شرکتونو استازو ګډون کړی و، چې د یادو شرکتونو له جملې څخه حیرتان ترمینل سروېس شرکت د لوړقیمت مثبت ۱۶ په وړاندې کولو سره د۱۸۰۰۰ ټنه خامو نفتو ګټونکی اعلان شو.

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست هدایت الله بدري د وږي ۲۲مه له یادې نفتي حوزې د لیدنې په ترڅ کې ویلي و، «د قراردادي شرکت له تګ وروسته افغان متخصصينو د‌ يادې سيمې د استخراج او نورو ټولو چارو د سمبالښت لپاره غاړه کېښوده چې‌ چارې یې له پخوا څخه په سمه توګه روانې دي.»

دغه نفتي حوزه د ۴۵۰۰ کیلومتر مربع په مساحت سره د سرپل، فاریاب او جوزجان ولایتونو په ساحو کې پرته ده. د دغې حوزې ظرفیت شاوخوا ۸۷ میلیونه بوشکې اټکل شوی دی.

د امو نفتي حوزې د نفت او ګازو د استخراج هوکړه د ۲۰۲۳ کال په جنورۍ کې د طالبانو او د «ایف چین» شرکت تر منځ د ۲۵ کلونو لپاره لاسلیک شوې وه، خو دوه نیم کاله یې هم دوام ونه کړ. د دغې هوکړې پربنسټ، یاد شرکت ژمنه کړې وه چې په لومړیو درېیو کلونو کې به د ۵۴۰ میلیونه ډالرو په ارزښت پانګونه کوي او یوازې په لومړي کال کې به ۱۵۰ میلیونه ډالره طالبانو ته ورکوي.

نور خبرونه

رادیو