د اسلامي هېوادونو د پیوستون سیالۍ؛ افغان لوبغاړي محمد یوسف جهانګیر د سرو زرو مډال وګاټه

۲ ورځې مخکې

د افغانستان د موی‌ ټای د ۷۵ کیلوګرام وزن کټګورۍ لوبغاړی محمد یوسف جهانګیر نن د اسلامي هېوادونو د پیوستون سیالیو په لړ کې خپل ترکي سیال مهمت علي میرک ته په ماتې ورکولو سره د سرو زرو مډال وګاټه.یوه بل افغان لوبغاړي سید حمید سادات بیا د ژېړو مډال ګټلی دی.

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان المپیک، بدنی روزنې او سپورټ رییس احمدالله وثیق د جمعې په ورځ (د لړم ۲۳مه) د افغان لوبغاړي‌ جهانګیر تر اتلولۍ وروسته هغه ته مبارکي ورکړې او د سرو زرو دغه مډال یې د افغانستان لپاره ویاړ ګڼلی دی.

وثیق زیاته کړې، چې یوه بل افغان لوبغاړي سيد حميد سادات خپل قزاقستاني سیال ته ماتې ورکړې، خو د ايراني سيال پر وړاندې يې ماتې وخوړه او د ژېړو مډال ګټونکی شو.

سره له دې چې جهانګیر لومړي پړاو کې ماتې وخوړه، خو دویم او درېیم پړاو یې وګاټه، حمید سادات بیا لومړی پړاو ګټلی و، خو په دویمو او درېیمو پړاوونو کې یې ماتې وخوړه.

د اسلامي هېوادونو پیوستون سیالۍ د سعودي‌ عربستان د ریاض ښار په کوربتوب پيل شوي وې.

نور خبرونه

رادیو