پاکستان د سریلانکا د کریکټ لوبډلې امنیت لپاره پوځ او سرتېري ګومارلي

۱۲ ساعتونه مخکې

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر د پنجشنبې په ورځ وویل، چې پاکستان د اسلام‌اباد د مرګوني ځانمرګي برید له پېښې وروسته، چې د سریلانکا د کرېکټ لوبډلې د سفر پر مهال یې د امنیت په اړه اندېښنې راولاړې کړې، پوځ او نیمه‌نظامي ځواکونه د یادې لوبډلې د خوندیتوب لپاره ځای پر ځای کړي دي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي وویل، چې د پاکستان د پوځ مشر عاصم منیر د سریلانکا د دفاع وزیر پرامیتا باندارا ټېنکون ته د لوبډلې د امنیت ډاډ ورکړی دی.

هغه زیاته کړه: «زموږ پوځ او نیمه‌نظامي ځواکونه د سریلانکايي لوبډلې د امنیت لپاره ګومارل شوي دي».

د کرېکټ لوبغالی او هوټل چې د سریلانکا لوبډله پکې اوسیږي، دواړه د چاودنې له ځایه لږ تر لږه لس کیلومتره واټن لري.

د سریلانکا د کرېکټ بورډ د چارشنبې په ورځ وویل، چې د لوبډلې یو شمېر لوبغاړو له چاودنې وروسته کور ته د ستنېدو غوښتنه کړې ده.

بورډ لوبډلې ته لارښوونه کړې چې پاتې شي، ځکه د پاکستان چارواکو امنیتي تضمینونه ورکړي دي.

دغه بریدونه د ۲۰۰۹ کال د لاهور برید خاطرې تازه کوي، چې د سریلانکا د لوبډلې پر ضد وشو او نږدې یوه لسیزه یې په پاکستان کې نړیوال کرېکټ درولی و.

سریلانکا دا مهال د اسلام‌اباد ترڅنګ په راولپنډۍ کې د درې یو ورځنیو لوبو لړۍ ترسره کوي او ورپسې به له زیمبابوې سره شل‌اوریزې درې اړخیزې سیالۍ لوبوي.

نور خبرونه

رادیو