لوبې

د اسلامي هېوادونو د پیوستون سیالۍ؛ افغان لوبغاړی د ترکي سیال پر وړاندې لوبېږي

۳ ورځې مخکې

د افغانستان د موی‌تای د منفي ۷۵ کیلوګرام وزن کټګورۍ لوبغاړی محمد یوسف جهانګیر به نن شپه د اسلامي هېوادونو د پیوستون سیالیو په لړ کې د سرو زرو مډال لپاره د خپل ترکي سیال مهمت علي میرک پر وړاندې د لوبو ډګر ته ښکته شي.

د افغانستان د موی‌تای یو بل لوبغاړی سید حامد سادات به هم د برونزو مډال لپاره د متحده عربي اماراتو لوبغاړي الیاس حبیب علي پر وړاندې سیالي وکړي.

د محمد یوسف جهانګیر سیالي به د ځايي وخت په ۲۱:۱۵ (د کابل په وخت ۲۲:۴۵) او د سید حامد سادات سیالي به د ځايي وخت په ۲۱:۳۰ (د کابل په وخت ۲۲:۴۵) پیل شي.

پرون محمد یوسف جهانګیر د سعودي عربستان یو لوبغاړي ته د ۲-۱ په توپیر ماتې ورکړه او حمید سادات بیا د خپل ایراني سیال پر وړاندې د ۲-۱ په توپیر ماتې وخوړه.

سره له دې چې جهانګیر لومړي پړاو کې ماتې وخوړه، دویم او درېیم پړاو یې وګاټه؛ خو حمید سادات چې لومړی پړاو ګټلی و، په دویمو او درېیمو پړاوونو کې یې ماتې وخوړه.

نور خبرونه

رادیو