د طالبانو کورنیو چارو وزارت وايي، چې د خوست والي عبدالله مختار د علي شېر او تریزایي ولسوالیو په اوږدو کې له ډیورنډ کرښې څخه لیدنه کړې.
عبدالله مختیار ویلي:«د وطن او ولس دفاع یوه مقدسه دنده ده او باید د دندې د ترسره کولو په وخت کې له صداقت او هوښیارۍ څخه کار واخیستل شي.»
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت نن شنبه، د لړم ۲۴مه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې ددې ډلې د خوست والي عبدالله مختار د علي شېر او تریزایي ولسوالیو په اوږدو کې د فرضي کرښې څخه د لیدنې پرمهال له یو شمیر ځايي منسوبینو سره هم ناسته کړې ده.
عبدالله مختار وویل:«د سرحدي سیمو امنیت نیول د ملي حاکمیت له اساسي ارکانو څخه بلل کیږي.»
د طالبانو کورنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې د علي شېر او تریزایي ولسوالیو مسوولینو او منسوبینو هم په خپلو ویناګانو کې ویلي دي، چې په هر ډول شرایطو کې د وطن او ولس دفاع ته چمتو دي او ملي حاکمیت او ولس د ساتلو په موخه به هیڅ ډول غفلت تر سره نشي.
د طالبانو او پاکستان ترمنځ له جګړې وروسته د طالب چارواکو ډيورنډ کرښې ته څیرمه ولایتونه ته سفرونه زیات شوي دي.

