خواجه اصف: د ترکیې او قطر د وړاندیز په صورت کې به له طالبانو سره خبرې بیا پیل کړو

۳ ساعتونه مخکې

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف وایي، که ترکيه او قطر د منځګړیتوب وړاندیز وکړي، اسلام‌اباد چمتو دی له طالبانو سره د خبرو اترو لړۍ بېرته پیل کړي.

تر دې مخکې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال په کابل کې د بهرنیو سفارتونو له استازو سره د لیدنې پر مهال وویل، هر کله چې د پاکستان لوری په خبرو کې د ښه نیت څرګندونه وکړي او په خپلو غوښتنو کې معقولیت څرګنده کړي، دوی هم چمتو دي چې د ډیپلوماسۍ او تفاهم له لارې د موضوع د حل لور ته لاړ شي.

اصف د دوشنبې په ورځ (د لړم ۱۸مه) له پاکستاني ټلوېزیون «جیونیوز» سره په مرکه کې ویلي، چې ترکيه او قطر د پاکستان نږدې او مهم ملګري هېوادونه دي او اسلام‌اباد به د هغوی غوښتنې ته د نه ویلو توان ونه لري.

نوموړي د ترکيې د ولسمشر رجب طیب اردوغان د هڅو ستاینه کړې او څرګنده کړې یې ده، چې طالبانو د استانبول په وروستیو خبرو کې ځینې موضوعات په شفاهي ډول منلي، خو د لیکلې تضمین وړاندې کولو ته نه‌دي تیار شوي.

د اصف په وینا، د طالبانو حکومت یو موټی نه دی او همدا ستونزه د دواړو لوریو ترمنځ د هوکړې د نه کېدو لامل ګرځیدلې ده.

د طالبانو او پاکستان ترمنځ د خبرو درېیم پړاو د نومبر په ۶مه نېټه په استانبول کې پیل شوې، خو د نومبر په ۹مه نېټه بې‌پایلې پای ته ورسېدې.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال محمد نعیم د دوشنبې په ورځ (د لړم ۱۹مه) وویل: «د استانبول په خبرو کې اساسي ستونزه دا وه، چې پاکستاني لوري د مذاکراتو په جریان کې داسې غوښتنې مطرح کړې، چې غېر واقعي او غېر عملي وې.»

د نوموړي په وینا، پاکستان د خپل هېواد د ټولو امنیتي ستونزو مسوولیت افغانستان ته راجع کوي او دا په دې معنا دی، چې د پاکستان په پوځ کې ځانګړې کړۍ نه غواړي د دواړو هېوادونو مسایلو ته مذاکراتي حل لاره وموندل شي.

هغه زیاته کړې: «د پاکستاني پلاوي له‌خوا د غېر مسوولانه او نه همکارۍ روحیه د دې لامل شوه چې د افغانستان اسلامي امارت له نېک نیت او د منځګړو له ټولو هڅو سره سره کومې پایلې ته ونه رسېږي.»

نور خبرونه

رادیو