د یکشنبې په ورځ د پاکستان په سند ایالت کې د ساري ناروغیو څېړنیز مرکز خبر ورکړی، چې په دغه ایالت کې سږکال د ډینګي له امله د مړو شمېر ۲۶ کسانو ته لوړ شو. د یاد مرکز د شمېرو له مخې؛ په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په سند کې تازه ۷۲۷ کسان په ډینګي اخته شوي دي.
یاد مرکز زیاتوي، چې سږکال په سند ایالت کې ټولټال د ډینګي ۱۲زره او ۲۸۴ پېښې ثبت شوې دي.

