هند په ګجرات ایالت کې د داعش د درېیو غړو د نیولو خبر ورکړی دی

AP ۱۴۰۴ لړم ۱۹

د هند امنیتي ځواکونو په ګجرات کې د داعش ډلې د درېیو غړو د نیولو خبر ورکړی او زیاته کړې یې ده، چې نیول شویو کسانو پلان درلود چې «بیولوژیکي-کېمیاوي» بریدونه پلان او ترسره کړي. چارواکو زیاته کړې، دې کسانو غوښتل په ځینو معبدونو کې خلک د وژونکو زهري موادو په وسیله مسموم او ووژني.

د هند امنیتي‌ چارواکو د دوشنبې په ورځ (د لړم ۱۹مه) رسنیو ته ویلي، چې د داعش اړوند درېیو نیول شویو کسانو غوښتل، چې د ډیلي، حیدراباد او لکنهو ښارونو په څو معبدونو کې په اوبو، خوړو او نذر کې زهرې مواد ګډ کړي تر څو خلک مسموم او ووژني.

چارواکو ویلي، چې نیول شوي کسان محمد سهیل، ډاکټر احمد محی‌الدین او ازاد سلیمان نومېږي او د یادو کسانو انځورونه یې هم خپاره کړي دي.

هندي چارواکو ویلي، چې د داعش دا ډول تاکتیکي فعالیتونه د ډله‌ییزو وژنو ګواښ رامنځته کوي.

چارواکو دا هم ویلي، چې څه موده مخکې یې یو روسی ۱۶ کلن ځوان نیولی، چې په ټولنیزو رسنیو کې یې داعش ته تبلیغات کول.

له دې سره، هندي چارواکو زیاته کړې چې د وروستۍ چاودنې مسوولیت د لښکر طیبه وسله‌والې ډلې پر غاړه اخیستی دی.

‏د ځایي رسنیو د راپورونو له مخې، د هند پلازمېنه نوي ډیلي کې د نن ماښام چاودنې له امله د لومړنیو معلوماتو له مخې تر ۲۰ زیاتو کسانو ته مرګ‌ ژوبله اوښتې.

نور خبرونه

رادیو