د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي، چې د یاد هېواد د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان، د دفاع وزیر یاسر ګولر او د استخباراتو رییس ابراهیم کالین راتلونکې اونۍ د طالبانو او پاکستان ترمنځ د شخړې هواري په موخه اسلام اباد ته سفر کوي.
اردوغان دا څرګندونې د یکشنبې په ورځ له اذربایجان څخه د راستنېدو پر مهال کړې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د قطر او ترکیې په منځګړیتوب درې پړاوه مذاکرات ترسره شوي دي، خو د یادو مذاکراتو پرمهال له اوربند پرته نورې کومې پایلې ته نه دي رسیدلي.

