طالبان په بلخ کې د روضې ودانۍ زیانمنې شوې برخې بېرته رغوي

۲ ساعتونه مخکې

د طالبانو د بلخ ولایت د اطلاعاتو او کلتور رییس محمدالله ضرار په مشرۍ د روضې د بیارغونې کمېټې لومړنۍ ناسته شوې.

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت وايي چې د روضې هغه برخې او برځونه چې زیانمن شوي دي، بیا رغول کیږي.

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت نن یکشنبه، د لړم ۱۸مه، وویل، چې په دې ناسته کې ټینګار شوی چې دغه ودانۍ یوازې یوه مذهبي او تاریخي نښه نه، بلکې د ټول هېواد فرهنګي هویت او ملي شتمني ده، چې د ساتنې او رغونې لپاره به یې ټولې اړونده ادارې په ګډه کار وکړي.

د یادنې وړ ده، چې د هېواد په شمالي ولایتونو کې د وروستۍ زلزلې له امله د بلخ ولایت په مرکز مزار شریف کې د روضې ودانۍ ته هم زیان اوښتی دی.

نور خبرونه

رادیو