د طالبانو بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي ویلي، د استانبول د خبرو درېیم پړاو کې پاکستاني لوری هېڅ ډول مسولیت منلو ته تیار نه و، چې له امله یې خبرې بې پایلې پاتې شوې. هغه دا څرګندونې د ایران بهرنیو چارو له وزیر سید عباس عراقچي سره د ټیلیفوني خبرو پر مهال کړي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي، دواړو وزیرانو د افغانستان او ایران د دوه اړخیزو اړیکو ترڅنګ، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د وروستیو خبرو پر بهیر هم بحث وکړ.
د خبرپاڼې له مخې، د ایران د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان او پاکستان ترمنځ د شخړو د حل لپاره د خبرو اترو پر دوام ټینګار کړی او له خپل اړخه یې د منځګړیتوب او رغنده رول وړاندیز کړی دی.
مولوي امیر خان متقي ویلي، د طالبانو پلاوی د مشرتابه په ځانګړي هدایت او صلاحیت او په ښه نیت سره د پاکستاني استازو سره د استانبول په خبرو کې ګډون کړی و، خو له بده مرغه د پاکستان لوری د مسولیت منلو ته تیار نه و.
هغه زیاته کړه چې د طالبانو حکومت د پاکستان سره د شخړو د حل لپاره د ډېپلوماسۍ، تفاهم او خبرو اترو له لارې تهجیز ته لومړیتوب ورکوي.

