د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزير د جاپان له سفیر سره د همکاريو او فرهنګي میراثونو د ساتنې په اړه خبرې کړې دي. شير احمد حقاني ویلي، چې افغانستان د ملي موزيم او د تاريخي اثارو او ابدو د ساتنې په برخه کې د جاپان د لا زياتو همکاريو هيله لري.
د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت نن یکشنبه، د لړم ۱۸مه، د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې د جاپان سفیر ماساموتو کینیچي ددې ډلې د اطلاعاتو او کلتور له وزير شير احمد حقاني سره د وزارت مقام کې وکتل.
په دې لیدنه کې د جاپان سفیر ویلی، چې له زلزله ځپلو سره بشري مرستو ته دوام ورکوي.
نوموړی زیاتوي، چې د جاپان د افغانستان د ثبات لپاره هڅې کوي او بشري مسایل له سياسي موضوعاتو سره نه تړي.
ماساموتو کینیچي د افغانستان د رسنيو پر وضعيت هم خبرې کړې دي او له ملي موزيم سره یې د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړی دی.
نوموړي زیاته کړې، چې توکیو د طالبانو له اطلاعاتو او کلتور وزارت سره په ګډه د فرهنګي ميراثونو د ساتنې لپاره ژمن دی او دې برخې ته ځانګړی ارزښت ورکوي.
په دې لیدنه کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزیر شیر احمد حقاني ویلي، چې د جاپان او افغانستان ولسونه تاريخي او ژورې اړيکې لري او له افغان ولس سره د جاپان مرستې صادقانه او له سياسي اهدافو جلا دي.
د یادونې وړ ده، چې د طالبانو اطلاعاتو او کلتور وزارت د سفیر د لیدنې هېڅ انځور نه دی خپور کړی او یوازې یې د لیدنې اعلامیه خپره کړې ده.

