طالبان وايي د تېر جمهوري نظام لوړپوړو چارواکو د نشه يي توکو په قاچاق کې لاس درلود

۲ ساعتونه مخکې

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې معین ویلي، چې د تېر جمهوري نظام لوړپوړو چارواکو د نشه يي توکو په قاچاق کې لاس درلود او بهرنیو هېوادونو ته یې قاچاق کاوه.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو پروړاندې د مبارزې معین محمد قاسم خالد د یکشنبې په ورځ په کابل کې د ۲۰۰زره کیلو ګرامه نشه يي توکو سوځولو پرمهال ويلي، چې د یادو نشه يي توکو د قاچاق او پلور په تور یې ۷۵۰ کسان نیولي دي.

نوموړي ویلي، چې په یادو نشه يي توکو کې، شیشه، چرس، نشه يي ټابلیټ، هیرویین، تاریاک، بنګ دانه او تیزاب شامل دي.

یاد طالب چارواکي پرداسي مهال د نشه يي توکو په قاچاق کې د تېر جمهوري نظام د لوړپوړو چارواکو د لاس لرلو ادعا کړې، چې د راپورونو له مخې، په کندهار، هلمند، فراه او نیمروز ولایت کې د نشه يي توکو د پروسس ګڼې کارخونې د یادې ډلې د لوړپوړو چارواکو اړوند دي.

له دې وړاندې نړیوالو سازمانونو د طالبانو مشران د نشه يي توکو په قاچاق کې ښکیل ګڼلي او ددوی د جګړې د تمویل یوه مهمه سرچینه یې د نشه يي توکو قاچاق باله.

نور خبرونه

رادیو