خرم: د مرکزي اسیا هېوادونو د مشرانو او ټرمپ ناسته د سیمې پر امنیت او افغانستان اغېزې لري

پرون

د تېر جمهوري نظام پر مهال د ولسمشرۍ ماڼۍ د دفتر رییس عبدالکریم خرم وايي، د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ سره د اسیا مرکزي هېوادونو د مشرانو ناسته د سیمې د امنیت، دهلیزونو جوړښت او د افغانستان پر وضعیت مستقیمې اغېزې لري.

هغه زیاتوي، د کوریډورونو جوړول د سیمې سټراټیژیکو سیالیو برخه ده چې پاکستان ته هم مهمې پایلې لرلی شي.

خرم په اېکس لیکلي چې د اسیایې مرکزي هېوادونو او ټرمپ ترمنځ د سپینې ماڼۍ ناسته د سیمه‌ییزو سټراټیژیکو پلانونو بشپړتیا څرګندوي. هغه یادونه کړې چې د اذربایجان او ارمنستان ترمنځ د اګست میاشتې موافقه او د «TRIP» په نوم د دهلیز رسمي کول، د نخجوان او اذربایجان اړیکه ټینګوي او د ارمنستان له لارې ایران سره اړیکې محدودوي.

هغه وايي: «د شوروي بلاک سقوط نړۍ یوقطبي کړه، خو اوس د چین، روسیې، ایران، BRICS او SCO په زیاتېدونکي رول سره نړۍ ورو ورو څو قطبي کېږي، هر ځواک هڅه کوي د خپلې نفوذ ساحه تثبیت کړي، او کوریدورونه په همدې ستراتیژۍ کې ځانګړې اهمیت لري.»

خرم د سیمې په امنیتي وضعیت هم تبصره کړې او ویلي دي چې پاکستان د افغانستان په وړاندې دښمني کوي او د نړۍوالو ستراتیژیکو پلانونو برخه ګرځېدلی.

هغه ټینګار کړی چې د کوریډورونو او ستراتیژیکو پروژو اغېزې به نه یوازې سیمه‌ییز هېوادونه، بلکې د افغانستان په امنیت او اقتصاد هم مستقیمې اغېزې ولري.

نوموړي همدا رنګه یادونه کړې چې د هند او اسراییل نفوذ په سیمه کې د سټراټیژیکو تړونونو لکه ابراهیم تړون پراختیا کې څرګند دی او د چین او روسیې اقدامات هم باید په پام کې ونیول شي.

خُرم وايي، چې د چین او روسیې محاصره په افغانستان او پاکستان کې له لاسوهنې پرته نه بشپړیږي او دلته ښايي د واخان دهلیز په نظر کې وي ، چې پاکستان به ډېر زیان ترې ویني.

نوموړی وايي، چې په دې توګه په سیمه کې مهم تغییرات پر وړاندې دي او روښانه ده، چې چین او روسیه هم لاس تر زنې نه کښنیني.

خرم د افغانستان لپاره د سیمه‌ییزو سیالیو او امنیتي فشارونو د جدي پاتې راتلونکي خبرداری ورکړی دی.

نور خبرونه

رادیو