د طالبانو د کورنیو چارو وازرت ویلي، چې په هرات ولایت کې کې یې ۵۰ ټنه نشه يي توکي چې تریاک، شیشه، هیروین، چرس، نشه يي ټابلیټ، زرګونه لیټره الکولي مشروبات، لسګونه زره کیلو ګرامه اومان او ایف مواد سوځولي دي.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې د یادو نشه يي توکو په تور د نیول شویو کسانو په اړه جزییات نه دې ورکړل شوي.
طالبان یاد نشه يي توکي پرداسې مهال له منځه وړي، چې د ملګرو ملتونو د نشه يي توکو او جرایمو د څار دفتر ویلي، چې سږکال کار د تېر کال په پرتله په افغانستان کې د کوکنارو کر شل سلنه کم شوی دی، خو د مصنوعي نشه يي توکو او په ځانګړې توګه د مېتامفټامینو (شیشې) تولید او قاچاق ورځ تر بلې د ډېریدو په حال کې دی.
د یادې ادارې په وینا؛ له هغې راوروسته چې په افغانستان کې طالبانو د تریاکو پر کرکیله بندیز لګولی، د مصنوعي نشهيي توکو تولید او قاچاق د پام وړ زیاتوالی موندلی دی. د راپور له مخې؛ د دغه توکو د نیولو قضیې په افغانستان او شاوخوا سیمو کې د ۲۰۲۴کال تر پایه د ۲۰۲۳کال د درېیمې ربعې پرتله شاوخوا ۵۰ سلنه ډېرې شوې دي.

