تازه خبر

پاکستاني رسنۍ: د استابول مذاکرات له کومې پایلې پرته درول شوي

۳ ساعتونه مخکې

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې په استانبول کې د طالبانو او پاکستان ترمنځ مذاکرات کومې پایلې ته له رسېدو پرته درول شوي دي.

د پاکستان ډان ورځپاڼې د امنیتي چارواکو او مذاکراتو ته نږدې سرچینو له قوله راپور وکړی، چې دواړه لوري د افراطي ډلو د فعالیتونو د څارنې او د کرښې ها غاړې د بریدونو مخنیوي په اړه هوکړې ته په رسېدو کې پاتې راغلي دي.

وړاندې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت یوې سرچینې ویلي وو، چې پاکستاني لوري د طالبانو مذاکراتي پلاوي ته د خپلو غوښتنو اته ماده ییز لېست سپارلی دی. د سرچینې په ​​وینا پاکستان غواړي چې ټي ټي پي بې وسلې کړي او په افغانستان کې یې ځای پر ځای کړي.

بلخوا په ترکیه کې د مذاکراتي پلاوي یوې سرچینې بیا ویلي چې د طالبانو پلاوي د داعش - خراسان ډلې په تړاو شواهد چې په بلوچستان او یو شمېر قبایلي سیمو کې د پاکستان د حکومت تر څار لاندې فعالیت کوي منځګړو هېوادونو ته سپارلي و.

سرچینه وايي چې طالبانو له منځګړیو هېوادونو غوښتي، تر څو پاکستان قانع کړي چې داعش ډلې ته اجازه ورنه کړي چې د دوی پر ضد د پاکستان له خاورې استفاده وکړي، خو پاکستان دغه ادعا رد کړې ده.

نور خبرونه

رادیو