د پښتونخوا اعلی وزیر: قبایلي سیمو کې د پوځي عملیاتو په نوم ناسمې پالیسۍ راته د منلو وړ ندي

۲ ساعتونه مخکې

د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر سهیل اپریدی وایي، چې په قبایلي سیمو کې د پوځي عملیاتو د کړاوونو په اړه له نورو دير ښه پوهیږي او د پوځي عملیاتو په نوم ناسمي پالیسۍ ورته د منلو وړ نه دي.

سهیل اپریدي په یوه بیان کې د خیبر پښتونخوا په قبایلي سیمو کې د پوځي عملیاتو په اړه سختې نیوکې کړې او وايي، هغه تګلارې کې چې د یاد ایالت د اوسیدونکو په ګټه نه وي، نه يي مخکې منلي او نه به یې اوس ومني.

نوموړي د خپلو خبرو پرمهال زیاته کړې:«امنیتي ځواکونو زموږ په جوماتونو کې سپي تړل. کله چې به موږ ورتللو او‌ ویل به مو چې دا د جومات سپکاوی دی، نو هغوی به ویل، چې د سپیانو او ستاسو حیثیت یو دی.»

نوموړي دا څرکندونې پر داسې مهال کړې، چې څو ورځې وړاندې د خیبر پښتونخوا د تیرا سلګونو اوسیدونکو د یوې غونډې پر مهال په یاده سیمه کې له پوځي عملیاتو سره مخالفت ښودلی و او‌پرېکړه یې کړې وه، چې له خپلې سیمې به کډه نشي.

نور خبرونه

رادیو