د پاکستان د اطلاعاتو وزیر: د خپلو خلکو د امنیت لپاره به ټول ممکنه انتخابونه وکاروو

۴ ساعتونه مخکې

د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطاالله تارړ د پاکستان او طالبانو ترمنځ د قطر او ترکیې له منځګړیتوب څخه مننه کړې، خو وايي، افغانستان د ترهګرۍ په کنټرول کې د اوږدمهاله نړیوالو، سیمه ییزو او دوه اړخیزو ژمنو پوره کولو کې پاتې راغلی دی.

نوموړي ویلي، چې پاکستان د افغان ولس په وړاندې هېڅ بد نېت نه لري، خو هېڅکله به د افغانانو او د سیمې د ګاونډیو هېوادونو خلاف اقدام کې د طالبانو ملاتړ ونه کړي.

عطا تارړ خبرداری ورکړی، چې د خپلو خلکو د امنیت او خپلواکۍ د ساتنې لپاره به ټول ممکنه لارې او انتخابونه وکاروي.

نوموړي دا څرګندونې له هغه وروسته کړې، چې وړاندې د طالبانو د قومونو، قبایلو او سرحداتو وزیر د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف ته په ګواښمنه ژبه په یوې غونډې کې ویلي چې امریکا او روسیه له افغانستان څخه ډېر لرې وو، خو افغانستان له پاکستان سره په ځمکه وصل دی. هغه زیاته کړې: «ته په دې باور لرې چې سپین ږیري او ځوانان به درپسې دروځي».

نور خبرونه

رادیو