په تخار کې د لیمو په حاصلاتو کې زیاتوالی راغلی

۱۵ ساعتونه مخکې

په تخار کې بڼوال او کروندګر وایي، چې د دوی د پاملرنې له امله سږکال د لیمو په حاصلاتو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی. دوی دارنګه له اړوندو ادارو او نړۍوالو موسسو غوښتي، چې د شنو خونو په جوړولو او د کرنیزو وسایلو په چمتو کولو کې یې لاسنیوی وکړي.

دغه بڼوالو د طالبانو تر واک لاندې ملي ټلوېزیون سره په خبرو کې ویلي، چې له هرې ونې له پنځو تر لس منه حاصلات راټولېږي. تر دې وړاندې د طالبانو د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت ویلي و، سږکال ننګرهار، لغمان، کونړ، روزګان، تخار او کندوز ولایتونو د لیمو ښه حاصلات لاره چې په ټولیزه توګه یې ۷۵۱ هکټاره ځمکه پوښلې ده. یاد وزارت زیاته کړې وه، چې له دغو بڼونو څخه اووه زره او ۷۲۵ مټریک ټڼه لیمو راټول شوي دي.

نور خبرونه

رادیو