د طالبانو او پاکستاني پلاوي ترمنځ لا تراوسه خبرې نه دي پیل شوې

۲۰ ساعتونه مخکې

د طالبانو او پاکستان دواړوخواوو پلاوي نن د پنجشنبې په ورځ په استانبول کې د سولې خبرې اترې بیا پیلوي، خو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې دغه خبرې اترې تر اوسه لا نه دي پيل شوې. سرچینې وايي، «قطر او ترکیه له خبرو وړاندې له دواړو پلاویو سره په سلامشورو بوخت دي».

د طالبانو او پاکستان امنیتي ځواکونو تېره میاشت پر ډیورنډ کرښه څو ورځنۍ نښتې وکړې، چې په پایله کې یې لسګونه کسان ووژل شول او ګڼ نور ټپیان شول.

دواړو لوریو د قطر او ترکییې په منځګړتوب د اکتوبر پر۱۹مه په دوحه کې د اوربند تړون لاسلیک کړ، خو د استانبول په تېرو خبرو کې اوږدمهاله هوکړې ته ونه رسېدل، ځکه د هغو وسله‌والو ډلو پر سر اختلاف موجود و چې ګواکې د پاکستان پر ضد له افغانستان نه فعالیت کوي.

طالبانو پاکستاني پلاوي ته د پاکستان له خاورې د ډرون بریدونو د بندولو شرط کېښود او دغه راز دغه هېواد یې مکلف وباله، چې په خپله خاوره کې د داعش وسله والې ډلې فعالیتونه ودروي، خو پاکستانی پلاوی پر طالبانو ټینګار کوي، چې د ټي ټي پي فعالیتونه مهار کړي.

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف د چارشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل، « موږ هیله لرو چې عقل او تدبیر غالب شي او په سیمه کې سوله ټینګه شي».

اصف له دې وړاندې د تېرو خبرو اترو په دوو پړاوونو کې ګواښونکې ژبه درلوده، خو دا ځل یې لهجه نسبتا نرمه ښکاري.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد ملي ټلویزیون ته وویل چې د استانبول په خبرو اترو کې داځل د افغان پلاوي مشري د استخباراتو رییس عبدالحق وثیق کوي.

په استانبول کې یو شمېر سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د دواړو خواوو ترمنځ خبرې اترې تراوسه نه دي پیل شوي، خو اټکل کیږي، چې خبرې اترې زر پیل شي.

د سرچینو په وینا، د طالبانو د قطر سفارت سرپرست سهیل شاهین، د کورنیو چارو وزارت مرستیال رحمت الله نجیب، د بهرنیو چارو وزارت ویاند قهار بلخي، دویم سیاسي رییس ذاکر جلالي او انس حقاني ددغه پلاوي غړي دي.

د پاکستان د پلاوي ترکیب تراوسه نه دی په ډاګه شوی، خو ددغه هېواد رسنیو خبر ورکړی چې مشري یې د ای ایس ای رییس جنرال عاصم ملک کوي.

نور خبرونه

رادیو